دکابل موسهي کې د کانګو ناروغۍ مخنیوي په پار هڅې؛ له څارویو نمونې واخیستل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۰:۲۴
دکابل موسهي کې د کانګو ناروغۍ مخنیوي په پار هڅې؛ له څارویو نمونې واخیستل شوې

۲۰ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د موسهي په ولسوالی کې د کانګو تبې ناروغۍ د مخنیوي، د ناروغو څارویو د درملنې او د کانګو ناروغۍ د پېښو د ثبت په پار له څارویو څخه وینه او د څارویو له بدن او چاپېریال څخه د کانګوناروغۍ لېږدوونکي حشرات«کنې» راټول او اړوندو مراجعو ته د څېړنې په موخه وسپارل شول. 
د کابل دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په نږدې وروځو کې به ددې ولسوالی اوسیدونکو او مالدارانو ته د عامه پوهاوی په پار د کانګو تبې د مخنیوي په پار کمپاین هم ترسره شي.
 د کانګو تبه یو وېروسي ناروغي ده، چې د حشرو، کنو او خځندو او یا هم د څارویو لخوا انسانانو ته لېږدي. د غه تبه په څارویو او انسانانو کې یوه ګډه ناروغي ده، چې ډېری وخت له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي او کله نا کله د انسانانو د مړینې لامل هم کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت