دپکتیکا جاني‌خېل ولسوالی کې د نږدې ۹.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو ستره پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۴
دپکتیکا جاني‌خېل ولسوالی کې د نږدې ۹.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو ستره پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه 

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «هیلتو»  مؤسسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوال پروګرام«ډبلیواف‌پي»  په مالي ملاتړ، د جاني‌خېل ولسوالی د خنجکي په سیمه کې د اوبو لګولو یوه مهمه او بنسټیزه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دې پروژه کې د ۴۰×۵۰ متره په اندازه یو لوی د اوبو زېرمه ،۵۰۰ متره سنګکار شوی کانال، یو ۱۲ متری ترناب او دوه پلچکونه په اساسي او معیاري ډول جوړ شوي، چې ټولیز لګښت یې ۹,۰۸۳,۳۹۳ افغانۍ دی. د دغې پروژې په بشپړېدو سره به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه په منظم ډول خړوبه شي، د اوبو ضایعات به کم شي او د بزګرانو حاصلات او اقتصادي وضعیت به ښه شي.
د پروژې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د پکتیکا د اقتصاد رییس، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست استازو، د جاني‌خېل ولسوالی مسئولینو، د هیلتو مؤسسې استازو او د سیمې مشرانو او اوسېدونکو ګډون کړی و.
په مراسمو کې د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هیلتو مؤسسې د غوره فعالیتونو او اغېزمنو خدمتونو د قدردانۍ په موخه د ستاینلیک په ورکولو سره د دغې مؤسسې هڅې وستایلې.
همدارنګه د پکتیکا د اقتصاد رییس د ورته نورو پراختیايي پروژو د پلي کېدو ژمنه وکړه او د کرنې او کلیوالي پراختیا په برخه کې یې د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.
د خنجکي سیمې اوسېدونکو د اسلامي امارت له مسئولینو، د کرنې ریاست او همکارو بنسټونو  څخه د دې ګټورې پروژې د پلي کېدو له امله مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکې کې هم ورته بنسټیزې او دوامدارې پروژې پلې شي.
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې د همکارو مؤسسو په همغږۍ به د اوبو مدیریت، د کرنیزو زیربناوو پیاوړتیا او د بزګرانو د اقتصادي ودې لپاره د ورته اغېزمنو پروژو د جذب او پلي کېدو هڅې لا پسې ګړندۍ کړي.


پروژه بزرگ آبیاری به ارزش نزدیک به ۹.۱ میلیون افغانی در ولسوالی جانی‌خیل پکتیکا به بهره‌برداری سپرده شد
۲۲ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ محرم‌الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
با همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا، در هماهنگی تخنیکی مؤسسه «هیلتو» و با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، یک پروژه مهم و زیربنایی آبیاری در منطقه خنجکی ولسوالی جانی‌خیل تکمیل و به بهره‌برداری سپرده شد.
در این پروژه، یک ذخیره آب به ابعاد ۴۰ در ۵۰ متر، ۵۰۰ متر کانال سنگ‌کاری‌شده، یک ترناب ۱۲ متری و دو پلچک به‌گونه اساسی و معیاری اعمار شده است. هزینه مجموعی این پروژه ۹,۰۸۳,۳۹۳ افغانی بوده و با تکمیل آن، صدها جریب زمین زراعتی به‌گونه منظم آبیاری خواهد شد، ضایعات آب کاهش می‌یابد و میزان حاصلات و وضعیت اقتصادی دهقانان بهبود خواهد یافت.
در مراسم افتتاح و بهره‌برداری این پروژه، رئیس اقتصاد ولایت پکتیکا، نمایندگان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری، مسئولان ولسوالی جانی‌خیل، نمایندگان مؤسسه هیلتو، بزرگان و باشندگان محل حضور داشتند.
در این مراسم، ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا به پاس فعالیت‌های مؤثر و خدمات ارزنده مؤسسه هیلتو، با اهدای لوح تقدیر از تلاش‌های این مؤسسه قدردانی کرد.
همچنین رئیس اقتصاد ولایت پکتیکا بر تطبیق پروژه‌های انکشافی مشابه در آینده تعهد سپرد و بر تداوم همکاری‌ها در بخش زراعت و انکشاف روستایی تأکید کرد.
باشندگان منطقه خنجکی از مسئولان امارت اسلامی، ریاست زراعت و نهادهای همکار به‌دلیل تطبیق این پروژه سودمند قدردانی کرده و خواستار اجرای پروژه‌های زیربنایی و پایدار مشابه در آینده شدند.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا متعهد است که با هماهنگی مؤسسات همکار، تلاش‌ها برای مدیریت بهتر منابع آب، تقویت زیربناهای زراعتی و جذب و تطبیق پروژه‌های مؤثر به‌منظور رشد اقتصادی دهقانان را بیش از پیش گسترش دهد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

«حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د پروګرام له لارې د کرنې وزارت یو کلن لاسته راوړنې وړاندې شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تېر یوه کال لاسته راوړنې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د ننګرهار کوټ کې د ډواني عمرخېل کانال د پاک‌کارۍ چارې په چټکۍ روانې؛ ۱۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالی د ډواني عمرخېل کانال د پاک‌کارۍ چارې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د افغانستان د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشین‌آلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا په‌پار مهم ګام

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

بازگشت