دوه اړخيزو همکاريو په پار دچک جمهوريت د کرنې وزارت مرستيال سره د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال ناسته
۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰
د افغانستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمتالله غفوري او د چک جمهوريت د کرنې وزارت مرستيل جیري شیر، ترمنځ د چک جمهوريت پلازمېنه د پراګ په ښار کې د دواړو هېوادونو د کرنې په سکټور کې پر پانګونه دوه اړخيزه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د افغانستان او چک جمهوريت ترمنځ د کرنې په سکټور کې د پانګونې پر همکاريو د خبرو اترو ترڅنګ دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنيزو محصولاتو پر سوداګرۍ، د کرنيزو محصولاتو د نندارتونونو پر جوړولو او د خاورې د مطالعاتو او اوبو او ځنګلونو د مديريت په برخه کې پر همکاريو هم خبرې وشوې.
دغه راز دواړه خواوې په راتلونکو مياشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د سند پر چمتو کولو هوکړې ته ورسېدل، چې داسند له ډيپماټيکو لارو تعقيبېږي.
په دې ناسته کې، د چک جمهوريت دکرنې رياست مرستيال د افغانستان د کرنې وزارت مرستيال سره ژمنه وکړه، چې دکرنې په برخه کې د خپل هېواد تجربې له افغانستان سره شريکوي.