دهلمند ولایت ناوې او بهرامچې ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۱۱:۱۶
دهلمند ولایت ناوې او بهرامچې ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

٢۶ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ناوې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت مسؤلینو له لوري، د جرنامو په سیمه کې د امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه
په یاده سیمه کې یوشمېر غاصبینو غوښتل چې امارتي ځمکه کې غاصبانه تصرفات وکړي او هلته نوې ابادۍ ورغوي چې هممهاله د یادې ولسوالی د کرنې چارواکو د اړونده امنیتي حوزې د مسؤلینو په همکارۍ د غاصبینو مخه ونیول او دغصب اثار یې له منځه یوړل شول.
همدارنګه د بهرامچی ولسوالی په ځینو سیمو کې هم ځایي خلکو غوښتل چې  په امارتي مځکو کې په خپل سري ډول کورونه جوړ کړي، چې پر وخت یې د کرنې چارواک لخوا مخه ونیول شوه.
د یادونې وړده، چې هلمند کې تر دې وړاندې هم د زرګونه جریبه ځمکو د غصب مخنیوی شوی دی، چې دغه لړۍ به د مرکز لښکرګاه په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې ادامه ولري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت