دهلمند ولایت بولان څېړنیز فارم کې ګڼې کرنیزې چارې روانې دي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۹:۳۴
دهلمند ولایت بولان څېړنیز فارم کې ګڼې کرنیزې چارې روانې دي

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند بولان څېړنیز فارم کې د رغونې ترڅنګ ګڼې کرنیزې چارې بشپړ او ځینې هم روانې دي.
په نوموړي فارم کې د تجربوي غنمو څخه د اضافي او بې ګټو وښو له منځه وړلو، د کیمیاوي سرې کارونې، اوبو لګونې او د بېلابېلو نباتي ناروغیو مخنیوی په پار د کیمیاوي درملو کارونې چارې بشپړ شوي دي.
ددې تر څنګ په یاد فارم کې د انګورو د ٢٥ ډوله تاکانو  نوي بڼ رغولو چارې تر ډېره بشپړ او پاتې کارونه یې په چټکۍ سره ادامه لري.
د یادولو وړ ده، چې دا مهال د بولان څېړنیز فارم کې ګڼې تجربې د مسلکي کارکوونکو لخوا تر څېړنو لاندې دي، چې پر وخت به یې ټولې چارې تر سره  شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت