دهلمند ولایت بولان د نیالګیو روزلو قوریه کې د مېوه لرونکو او زینتي نیالګیو د قلمو او تخمونو کښېنولو چارې پیل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۳۲
دهلمند ولایت بولان د نیالګیو روزلو قوریه کې د مېوه لرونکو او زینتي نیالګیو د قلمو او تخمونو کښېنولو چارې پیل شوې

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارئ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت لخوا، مرکز لښکرګاه بولان د نیالګیو روزلو  قوریه کې د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو  او زینتي بوټو د زرګونه اصله اصلاح شویو نیالګیو د قلمو اېښودلو او تخمونو کرلو چارې پیل شوي دي.
دغه قلمې او تخمونه چې پکې زیتون، انځر، زردالو، ګل ګلاب، چمبیلی او دوربینه شامل دي په نوموړې قوريه کې د مسلکي کارکوونکو لخوا روزل کېږي، چې راتلونکي کې به باکیفیته اصلاح شوي نیالګي ورڅخه په لاس راشي.
د یادولو وړ ده، چې په دغه قوریه کې د نورو مېوه لرونکو  نیالګیو روزنه هم روانه ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت