دهلمند موسی کلا کې سلګونه کاریګرو او بزګرانو ته نغدې مرسته ووېشل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۱۸
دهلمند موسی کلا کې سلګونه کاریګرو او بزګرانو ته نغدې مرسته ووېشل شوه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د موسی کلا ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت تر چتر لاندې، دبشري مرستو مؤسسې له لوري په یادې ولسوالی کې ۷۰۰ تنو کاریګرو ته میاشتنۍ حق‌الزحمه ووېشل شوه.
یاده توزیع د ګډ پلاوي په حضور کې ترسره شوه، چې پر بنسټ یې هر کاریګر ته د ۶۴۰۰ افغانیو په اندازه نغدي مرسته ورکړل شوه. دا مرستې په داسې حال کې ورکول کېږي، چې یاد کاریګر څه موده وړاندې د همدې مؤسسې له لوري د باراني اوبو د مهار او جذب په موخه د کډیانو (کندو) پر کښلو بوخت وو.
سربېره پر دې، ۹۰ تنو د اوښ مارغه روزونکو ته د ۳۲۰۰ افغانیو، ۱۶ تنو ته چې په پام کې ده شنې خونې ورکړل شي د هر نفر لپاره ۳۲۰۰ افغانیو، او همدارنګه ۴۱ تنو ته د کورنیو باغچو د جوړولو په موخه د ۳۲۰۰ افغانیو په اندازه نغدي مرستې ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د بشري مرستو خیریه مؤسسې له لوري په موسی کلا ولسوالی کې ورته بشري او معیشتي مرستې ترسره شوې دي، چې تر ډېره ورسره د خلکو اقتصاد کې بهبود راغلي دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت