دهلمند موسیٰ کلا کې پر سلګونو کسانو  نغدې پیسې  ووېشل شوې  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۲:۴۹
دهلمند موسیٰ کلا کې پر سلګونو کسانو  نغدې پیسې  ووېشل شوې  

١ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
 دهلمند ولایت موسیٰ کلا ولسوالۍ نږدي ٤٥٠ تنو ځايي اوسېدونکو ته چي، د شاجوی د سیمې د ویالې پاکولو چارې یی د ٤٥٠ تنو لخوا  سرته رسولي وې د کار په بدل کې هر نفر ته  ٣٥٠٠ افغانیو وېشلو پروسه پای ته ورسېد.
د یادو کسانو د کار په پایله کي د ٧.٥کیلو متره ویالې پاکولو چارې سرته رسیدلي دي چې، له لارې یې سلګونه  هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبېږي چي، د سیمې بزګرو او ځمکوالو ته یې ګڼې اسانتیاوي رامنځته کړي دي.
ددې ترڅنګ د یوې بلې پروسې له لارې د یادې ولسوالی  ٢٤٧ بزګرو ته هر نفر ته ١٧٥٠٠ افغانۍ ووېشل شوې.
ددې پروسې مالي چاري د ژغورني نړیوال پروګرام  په همکارۍ تمویل شوي دي چې، دکرني ریاست ترڅنګ د سیمې د مسؤلو ادارو سره په پوره هماهنګۍ پای ته ورسېدلې.
د یادوني وړ ده چې، په ورته وخت کې د سیمې ولسي وګړو د کرني ادارې تر څنګ د ټولو مسؤلینو څخه مننه وکړه چې، په دې برخه کې یې لاسنیوی وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول اساسي چارو  ته دې دوام ورکړل سي ترڅو په یادو برخو کې یی  پرتې ستونزې حل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت