دننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې د سېلاب ترګواښ لاندې ځمکو او کورونو ته استنادې دېوالونه جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۹:۴۵
دننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې د سېلاب ترګواښ لاندې ځمکو او کورونو ته استنادې دېوالونه جوړېږي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ګډو هڅو ملي بشري مرستو مؤسسې له لورې دمومندرې ولسوالۍ په هغو سیمو کې، چې د سېلاب تر ګواښ لاندې ځمکې او کورونه پراته دې لومړنۍ سروې پیلېږي او د سیمو له انتخاب وروسته به په یادو سیمو کې استنادې دیوالونه جوړ شي.
دېادې مؤسسې مسؤل انجینر عطاءالله منیب وویل، دوی غواړې په مومندرې ولسوالۍ کې څو سیمې، چې د سیلاب له ګواښ سره مخ دی سروې کړي، ترڅو په راتلوونکی کې د کرنیزو ځمکو او کورونو د تخریب مخنیوی لپاره استنادي دېوالونه جوړ کړي. نوموړې د کرنې ریاست څخه د پروژو د ښه ډیزاین او تطبیق په موخه مرستو غوښتنه وکړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن یاده چاره د کرنیزو ځمکو او کورونو د تخریب مخنیوي لپاره مهمه وبلله او پخپله برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت