دننګرهار لعلپورې ولسوالی کې د ۲۰ کیلومتره کانالونو پاک‌کاري او بیارغونه بشپړه شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۵
دننګرهار لعلپورې ولسوالی کې د ۲۰ کیلومتره کانالونو پاک‌کاري او بیارغونه بشپړه شوه

٦ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
٨ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د اوبو لګولو د سیستم د ښه والي په موخه د ۲۰ کیلومتره کانالونو پاک‌کاري او د یو شمېر برخو اساسي بیارغونه ترسره شوې ده.
دغه پروژه د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د نابینایانو سمون مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواف پي) په مالي ملاتړ د لعلپورې ولسوالی د سده، ګرداوي، ګلډاګ او شاکوټي کلیو کې عملي شوې ده.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د دې پروژې له لارې د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو منظم رسونه او د اوبو اغېزمن مدیریت ته زمینه برابره شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې د کانالونو پاک‌کاري او بیارغونې چارې د سیمې د کرنیز سکتور د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت