دمیدان وردگو سیدآباد کې د لسو پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوی
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان راتلونکو نسلونو د روزنې «اف.جي.اې» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د سیدآباد په ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د اوبولګولو د لسو پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغو پروژو کې د کاریزونو، ټراسونو او واړه چک ډمونو جوړول شامل دي، چې رغنیزې چارې یې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
ددغو پروژو د پلي کولو موخه د اوبو د ضایعاتو مخنیوی، کروندو ته پر وخت د اوبو رسول، خلکو ته د کار زمینه برابرول او په ټوله کې د اوبو مدیریت دی.