دمیدان وردګو ولایت دکرنې رییس د یوشمېر ولسوالیو له چارواکو سره وکتل

qiam_amin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۲۹
دمیدان وردګو ولایت دکرنې رییس د یوشمېر ولسوالیو له چارواکو سره وکتل

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دمیدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوي خان محمد حقمل او ورسره مل پلاوی دبهسودينو او جلريزولسواليو دکرنیزو خدمتونوله چارواکو او عمومي مدیریتونوڅخه ليدنه وکړه.

په پیل کې، د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس مولوی خان محمد حقمل دلومړي اومرکز بهسود ولسواليو له ولسوالانو سره ناسته ترسره کړه، چې دکرنې په خدمتونو او کډوالو سره د مرستې په اړه ورسره بحث ترسره شو.

دغه راز د میدان وردګو لایت دکرنې رییس د یادو ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو مدیریت له کارکوونکو سره په ناسته کې د دوی کړنې او فعالیتونه وستایل او دوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې خپلې چارې په پوره ایماندارۍ او اخلاص پر مخ یوسي.

د یادو ولسوالیو اړوندو چارواکو او دکرنیزو خدمتونو کارکوونکو د کرنې رییس سره د هرراز همکارۍ ډاډ څرګند کړل.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۳۴
Background image

فراه کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونه وېشل کېږي 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «سي‌اچ‌اې» مؤسسې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۴۵
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د کوچیانو ستونزې واورېدل شوې او د حل په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړل شو

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د هسکې مېنې ولسوالی د کوچیانو له استازو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او. . .

بازگشت