دمالدارۍ سکتور پیاوړتیا په پار هڅې؛ ننګرهارکې پر لسګونو مالدارانو د شړمبو شاربلو ماشینونه ووېشل شوې

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۴:۵۳
دمالدارۍ سکتور پیاوړتیا په پار هڅې؛ ننګرهارکې پر لسګونو مالدارانو د شړمبو شاربلو ماشینونه ووېشل شوې


۲۰ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایې ټولنې په مالي لګښت د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې مالدارانو ته د شړومبو شاربلو ماشینونه ورکړل شوي دي.
د ننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د هالینډ کمېټې له لورې په بهسود، سرخ رود، کوزکونړ او کامې ولسوالیو کې ۱۰۰ تنو  مالدارانو ته د شړومبو ماشینونه ورکړل شوي دي.
دغه راز نوموړي وویل د یادې موسسې له لورې د ننګرهار په لسو ولسوالیو بهسود، رودات، چپرهار، سرخ رود، خوږیاڼو، شیرزاد، حصارک، دره نور، کوزکونړ او کامه کې ۸۰۰ مالدارانو ته د مالدارۍ پیاوړتیا او د حیواني محصولاتو زیاتوالي په موخه خوراکي خښتي یا منرال بلاک هم ورکړل شوي دي.
په یادو شویو ولسوالیو کې ۸۰۰ مالدارانو ته د څارویو د لنګون وروسته ستونزو، د غلانځي د التهاب، حفظ الصحې مراعتولو، ساري ناروغیو او ګڼو نورو برخو کې روزنه ورکړل شوي دي.
د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټه په ننګرهار کې د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا لپاره د واکسینونو، چینجیو ضد درملو، حیواني خوراکي او نورو برخو کې د مالدارانو لاسنېوي کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت