دلغمان د کرنې رییس د اسلامیک ریلیف مؤسسې ولایتي چارواکو سره دچارو د ښې همغږۍ په موخه وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۳:۵۳
دلغمان د کرنې رییس د اسلامیک ریلیف مؤسسې ولایتي چارواکو سره دچارو د ښې همغږۍ په موخه وکتل

۱۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد دخپل کار په دفتر کې د اسلامیک ریلیف مؤسسې ولایتي چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې د يادې مؤسسې استازی ګل ویس وزیر لومړی د پروژې په تېرو فعالیتونو او  نویو برنامو رڼا واچوله او دکرنې رییس څخه یې مننه وکړه، چې تل یې دوی سره دفعالیتونو په تطبیق کې همکاري او لازمې سپارښتنې کړي دي، هغه وویل: «موږ پلان لرو، چې علینګار او علیشنګ ولسوالیو کې 1900 بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرې و وېشو د دې ترڅنګ په دې ولایت کې د کانالونو رغولو پروژې هم پلي کوو.»
په همدې حال کې د لغمان دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد یادو چارواکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ دوی ته  د پروګرامونو  پلي کېدو برخه کې د هرراز همکارۍ ډاډ ورکړ او له دوی څخه یې مننه وکړه چې همیشه د کرنې ریاست سره په تفاهم او ښې همغږۍ خپل فعالیتونه ترسره کړي.
همداراز د لغمان د کرنې رییس له دوی وغوښتل، چې دبادپښ په څېر لرې پرتې ولسوالۍ ته کوم، چې له مرستو او خدماتو بې برخې پاتې دي خپل پروګرامونه وغځوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۱:۲
Background image

خوست کې د چرګانو فارم لرونکو سره مرسته وشوه

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د موسی خېلو ولسوالی د چرګانو له یوشمېر فارم لرونکو سره د چرګانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۱:۱
Background image

ننګرهار کې نږدې ۱۵ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وویل شوې

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت او د افغانستان دکلیو بیا ودانولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۲۶
Background image

د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب لومړنۍ نړۍواله غونډه په کندهار کې جوړېږي


۴ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
ټاکل شوې، چې سبا د کابل پوهنتون لخوا د کندهار ولایت د اناستو په پوهنتون کې د "افغانستان د ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب" تر سرلیک لاندې. . .

بازگشت