دلغمان د کرنې ریاست کارکوونکو د ریاست په انګړ او سراج بڼ کې د پاک‎کارۍ حشر ترسره کړ

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۲:۲۹
دلغمان د کرنې ریاست کارکوونکو د ریاست په انګړ او سراج بڼ کې د پاک‎کارۍ حشر ترسره کړ

۲۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکو د چاپېریال د پاک ساتلو په موخه د پاک‎کارۍ حشر ترسره کړ.
یاد حشر د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په لارښوونه ترسره شو، چې پکې د ریاست ټولو کارکوونکو فعاله ونډه لرله. د حشر موخه د ریاست د انګړ او د سراج بڼ د پاکولو او ښایسته کولو چارې وې.
د حشر پر مهال د ریاست کارکوونکو د پلاستیکونو او نباتي پاتې شونو ټولونه، د سراج بڼ د ویالو او سړکونو صفایي او د کثافاتو انتقال ترسره کړل، څو یو پاک، منظم او ښکلې فضا رامنځته شي.
د لغمان د کرنې ریاست مسؤلینو وویل: «پاکي د ایمان برخه ده، او هر مسلمان باید د خپل دیني او ټولنیز مسؤلیت له مخې چاپېریال پاک وساتي، څو زموږ ښارونه، ادارې او عامه ځایونه پاک او منظم پاتې شي».
دغه ډول حشرونه د کارکوونکو د یووالي، نظم او همکارۍ څرګندونه کوي او د نورو ادارو لپاره به د یوې ښې بېلګې په توګه دوام ومومي.
د لغمان د کرنې ریاست له مهترلام ښاریانو غوښتنه وکړه، چې د سراج بڼ د تفریح پر مهال دې د کثافاتو د بې‌ځایه غورځولو څخه ډډه وکړي او د پاک چاپېریال په ساتنه کې دې فعاله ونډه واخلي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت