دلغمان دکرنې رياست: د مؤسسو په بيا فعالېدو سره د ژغورنې نړيوال سازمان په دې ولايت کې د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۰ - ۱۴:۵۹
دلغمان دکرنې رياست: د مؤسسو په بيا فعالېدو سره د ژغورنې نړيوال سازمان په دې ولايت کې د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ

۲۰ تله ۱۴۰۰
د ا.ا.ا د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس مولوي محمد ولي محسن د لغمان ولایت لپاره د ژغورنې نړيوال سازمان (IRC) مؤسسې مسؤل انجنير بلال او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او پر هر اړخيزو همکاريو خبرې وکړې.
په دې ليدنه کې د لغمان ولایت له پاره د ژغورنې نړيوال سازمان (IRC) مسؤل وويل، ياد سازمان په پام کې لري، چې د لغمان په مرکز او ولسواليو کې دکرنې، مالدارۍ او کانالونو  پاک کاري او وړو سربندونو د رغونې په برخه کې فعالیتونه ترسره کړي.
په دې غونډه کې د لغمان دکرنې رييس د ياد سازمان د تېرو کړنو او فعاليتونو څخه مننه او قدردانۍ وکړه، او په راتلونکې کې د فعالیتونو د ترسره کولو په برخه کې د هرډول همکاريو ډاډ ورکړ.
مولوي محمد ولي محسن زیاته کړه:"انډوليزه پراختيا بايد رامنځته شي، ترڅو ټول اړمن خلک ورڅخه برخمن او ژوند یې ښه شي، اوسيې وخت رارسېدلې ده، چې د همکارو مؤسسو فعالیتونه باید الینګار، علیشنګ، دولتشاه او بادپښ ولسوالیو ته وغځول شي. الینګار او علیشنګ ولسوالیو خلکو ته باید د کرنې او دولتشاه او بادپښ ولسوالیو خلکو ته د مالدارۍ په برخه کې چوپړتياوې ترسره شي. ځکه په یادو ولسوالیو کې ورته اړتيا زياته او ښه فرصتونه هم موجود دي."
په دې ناسته کې دغه راز د الینګار او علیشنګ ولسوالیو بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو وسایلو د کڅوړو پر وېش، شنوخونو ایجاد او کانالونو او وړو سربندونو په ایجاد او پاک کاري، او همدارنګه په دولتشاه او بادپښ ولسوالیو کې د غواګانو او  وزو د اصلاح شوو نسلونو وېش او حیواني خوراکې په وېش ټينګار وشوو.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۴
Background image

هلمند کې د پستې نیالګیو تولید په پارهڅې، د پستې زرګونه نیالګي تولیدېږي

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د مرکز لښکرګاه د بولان د نیالګیو روزنځای کې د پستې   پنځه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۲
Background image

ننګرهار کې  ۷۲ زره څارویو ته د چنجیو ضد درمل  او واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوې 

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو دافغانستان لپاره د هالینډ کمیټې له لورې د ننګرهار ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې څارویو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۱
Background image

ننګرهار کې پر زرګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي 

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د اکشن اېډ مؤسسې او هلال هډ،ا کرنیز شرکت چارواکو سره په کتنه کې د یادو. . .

بازگشت