دایکندي کې د مڼو د ۱۸ صفرانرژۍ سړوخونو چارې بشپړ شوې

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۳ - ۱۳:۴۲
دایکندي کې د مڼو د ۱۸ صفرانرژۍ سړوخونو چارې بشپړ شوې

۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د دایکندي په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د مڼو ساتنې په پار د ۲۱ صفر انرژۍ سړوخونو له ډلې تر دې دمه د ۱۸ سړوخونو رغنیزې چارې بشپړ او د درې نورو هغو چارې نږدې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي.
ددغو سړوخونو د جوړولو ټولیز لګښت د بڼوالو له ونډې پرته نږدې ۵۰ میلیونه افغانۍ ده، چې د حکومت له خوا پرې شوې ده.
یاد سړې خونې هر یوه یې د ۲۰ تر ۲۵ ټنه مڼو د ساتنې وړتیا لري.
تر بادامو وروسته، مڼه د دایکندي ولایت د بڼوالۍ تر ټولو ډېر محصول دی، چې په پراخه کچه ددې ولایت په ټولو ۱۰ ولسوالیو کې تولیدیږي.
په دایکندي کې د مڼې څلور زره او ۹۰۰ جریبه بڼونه دي، چې روان کال له دغو بڼونو ۳۵ زره ټنه مڼې راټول شوي دي.
د دایکندي په ولایت کې نږدې ۲۰ ډوله مڼې تولیدیږي، چې تر ټولو مشهور هغه یې د دخترشاه (د پادشاه لور) مڼې دي. د دختر شاه مڼه له تولید وروسته کابل او هرات ولایتونو ته صادریږي، چې غوره کیفیت او ځانګړی خوند لرونکې دي. د دایکندي ولایت د دخترشاه مڼې عاجل پېرېدونکي لري او تر پخېدو مخکې، حاصلات یې پر سوداګرو پلورل کیږي.
په تېرو کلونو کې، د دایکندي ولایت د مڼو د تولیداتو یوه برخه په ټیټه بیه بازار ته وړاندې کېدل او یا هم خوساکېدل، خو د دایکندي دکرنې ریاست په خبره، د روان کال په ترڅ کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په پلي کولو سره، چې په کې د مڼو لپاره ۲۱ سړې خونې جوړول شامل دي، تولیدوونکو سره به مرسته وکړي، چې خپل تولیدات له ټولولو وروسته وساتي او د مارکېټ د غوښتنې پر وخت یې بازار ته وړاندې کړي.
په دې توګه هم محصولاتو ته ښه مارکېټ پیداکیږي او هم د بازار اړتیاوې برابریږي، چې د بڼوالو د اقتصادي ودې او د بڼوالۍ د پراختیا لامل کیږي.
په وروستیو کلونو کې د مڼو بڼوالیو کچه زیاته شوې ده او ددې ترڅنګ چې په خپله بڼوال د بڼونو په جوړولو کې ونډه لري، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه هم په دایکندي کې څه باندې زر جریبه د مڼو استاندارد بڼونه جوړ کړي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

کندهار کې ۸۰ بېوزلو او راستانه شویو کورنیو ته د وزو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ښار د شپږمې ناحیې او ژړۍ او ارغستان ولسوالیو کې ۸۰ بېوزلو، اړمنو او تازه راستانه شویو کډوالو کورنیو ته د ۴۳ زره امریکايي ډالرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۴۶
Background image

میدان وردګو کې د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت په موخه ۶۰۰ بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه

۱۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې او مالدارۍ سکټورونو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د سازښت او د بزګرانو د مقاومت د کچې د لوړولو په موخه، د کرنې او مالدارۍ سکټور د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۱۴
Background image

ننګرهار کې د ممپلیو حاصلات ۱۱۱۵ مټریک ټنه اټکل شوي

۱۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې سږ کال د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې پر ۲۱۵۳ جریبه ځمکه ممپلي کرل شوي، چې د اټکل. . .

بازگشت