خوست کې ۶۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو کورني فارمونه جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۰:۴۲
خوست کې ۶۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو کورني فارمونه جوړېږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو روزنې سکټور د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل د «اډا» مؤسسې په همکارۍ د خوست ولایت د علیشېر په ولسوالی کې ۶۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونو جوړولو لړۍ پیل کړی دی.
ددغو فارمونو د جوړولو په موخه د علیشېر ولسوالی د قدامو او هارونخېلو کلیو کې پر ۶۰ کورنیو پر هرې کورنۍ ۶۴۰۰ افغانۍ نغدې پیسې د فارمونو د کوټو جوړولو په موخه وېشل شوي دي.
دخوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې د «اډا»مؤسسې همکارۍ د دغو بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر هرې کورنۍ د هګیو چرګان، د چرګانو خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي هم وېشل کېږي.
د خوست د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت