خوست کې پر یوشمېر کروندګرو د کورنیو باغچو اړوند توکي ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۹:۱۰
خوست کې پر یوشمېر کروندګرو د کورنیو باغچو اړوند توکي ووېشل شول

۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د تڼیو ولسوالی د کمکي ماڼې په سیمه کې د ځنګلونو بیارغونې او خوړو خوندیتوب پروژې په چوکاټ کې ۳۵ کروندګرو ته د کورنیو باغچو اړوند توکي ووېشل شول.
یاد توکي د اړیکو دفتر «ټي.ال.او» مؤسسې له لوري د ۴۳۸ زره ۲۳۵ افغانیو په مالي لګښت برابر شوي وو او د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر نظارت لاندې وېشل شول.
د وېش پروګرام دخوست ولایت د اقتصاد ریاست د همکارۍ او همغږۍ ترڅنګ، د کرنې ریاست استازي او د ځنګلونو د بیارغونې ټولنې استازي په شتون کې ترسره شو. 
ددې پروګرام په ترڅ کې هرې کورنۍ ته لس  خادې د ۶ مترو په اوږدوالي ۱۲ ملي سیخونه، ۱۴ دانې نیم متره جستي پایپونه، نیم کیلو فلزي سیم، ۱۰×۸ متره ډبل پلاستیک، ۶۰ متره پلاستیکي پایپ، د ۹ ډوله سبو ۷۸۰ ګرامه تخمونه، ۵ کیلوګرامه توره سره، ۱۰ کیلوګرامه یوریا سره، بېلچه، لور، رمبې او د رجې تار ووېشل شول.
سربېره پر دې، د سبو د کرنې اړتیاوو، اهمیت او اصولو په اړه ګټه اخیستونکو ته عملي لارښوونې هم وشوې.


در ولایت خوست برای شماری از دهقانان وسایل مربوط به باغچه‌های خانوادگی توزیع شد
۲ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
در ولسوالی تنی ولایت خوست، در منطقه کمکی مانه، در چارچوب پروژه احیای جنگلات و تأمین مصونیت غذایی، برای ۳۵ دهقان وسایل مربوط به باغچه‌های خانوادگی توزیع گردید.
این وسایل از سوی مؤسسه دفتر ارتباطات TLO با هزینه مالی ۴۳۸ هزار و ۲۳۵ افغانی تهیه شده و تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری خوست توزیع شد.
برنامه توزیع با همکاری و هم‌آهنگی ریاست اقتصاد ولایت خوست و در حضور نمایندگان ریاست زراعت و اعضای انجمن احیای جنگلات برگزار گردید.
در جریان این برنامه، برای هر خانواده وسایل زیر توزیع شد:
ده تخته خاده به طول شش متر، ۱۲ میل سیخ فلزی ۱۲ میلی‌متری، ۱۴ قطعه پایپ جستی نیم‌متری، نیم کیلو سیم فلزی، پلاستیک دولایه ۱۰ در ۸ متر، ۶۰ متر پایپ پلاستیکی، ۷۸۰ گرام تخم سبزیجات در ۹ نوع مختلف، ۵ کیلوگرام کود سیاه، ۱۰ کیلوگرام کود یوریا، بیلچه، لور، رَمبه و سیم رجه.
علاوه بر این، برای مستفیدین در مورد ضرورت، اهمیت و اصول زراعت سبزیجات آموزش‌های عملی نیز ارائه گردید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

بازگشت