خوست کې پر شاوخوا ۱۴۰ هکټاره ځمکه شولې کرل شوې دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۸
خوست کې پر شاوخوا ۱۴۰ هکټاره ځمکه شولې کرل شوې دي

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې پر شاوخوا ۱۴۰ هکټاره ځمکه شولې کرل شوې دي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په یاد ولایت کې د شولو د کښت د پراختیا او حاصلاتو د زیاتوالي په موخه بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او نباتي درملو د وېش ترڅنګ، د کرنیزو چارو په اړه د مسلکي لارښوونو او عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره کېږي.
دغه ریاست د شولو د کښت د ودې او د حاصلاتو د ښه والي په موخه د بزګرانو په کروندو کې ننداریزې کروندې هم جوړوي، څو بزګران له معیاري کرنیزو طریقو او د اصلاح شویو کرنیزو توکو له اغېزمنې کارونې سره عملي بلدتیا ترلاسه کړي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رهبري وايي، چې د کرنیزو حاصلاتو د کچې لوړول او د بزګرانو د تولید پیاوړتیا د دوی له مهمو موخو څخه دي او په دې برخه کې به د اصلاح شویو کرنیزو توکو د وېش، مسلکي لارښوونو، ننداریزو کروندو جوړولو او عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
مسوولین هیله لري، چې د یادو خدمتونو او کرنیزو لارښوونو په دوام سره به د شولو د تولید کچه لوړه او د خوست د بزګرانو د حاصلاتو او عوایدو د زیاتوالي زمینه لا زیاته برابره شي.
شولې د خوست ولایت له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه دي چې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې کرل کېږي. د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او نباتي درملو پر وخت برابرول، د کرنیزو تخنیکونو په اړه د بزګرانو روزنه او د ننداریزو کروندو جوړول د شولو د حاصلاتو د ښه والي له مهمو لارو چارو څخه ګڼل کېږي.


در خوست در حدود ۱۴۰ هکتار زمین شالی کشت شده است
۱۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
در مرکز و شماری از ولسوالی‌های ولایت خوست، در حدود ۱۴۰ هکتار زمین شالی کشت شده است.
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست، به‌منظور توسعه کشت شالی و افزایش حاصلات، علاوه بر توزیع تخم‌های اصلاح‌شده، کودهای کیمیاوی و ادویه‌های نباتی برای دهقانان، برنامه‌های آگاهی‌دهی و ارائه رهنمودهای مسلکی در بخش امور زراعتی نیز برگزار می‌شود.
این ریاست به‌منظور توسعه کشت شالی و بهبود حاصلات، در مزارع دهقانان قطعات نمایشی نیز ایجاد می‌کند تا دهقانان با روش‌های معیاری زراعتی و استفاده مؤثر از مواد و محصولات اصلاح‌شده زراعتی به‌گونه عملی آشنا شوند.
رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست می‌گوید که افزایش سطح حاصلات زراعتی و تقویت تولیدات دهقانان از اهداف مهم این ریاست بوده و در این زمینه، از طریق توزیع مواد اصلاح‌شده زراعتی، ارائه رهنمودهای مسلکی، ایجاد قطعات نمایشی و برگزاری برنامه‌های آگاهی‌دهی، به تلاش‌های خود ادامه خواهد داد.
مسئولان ابراز امیدواری می‌کنند که با ادامه این خدمات و ارائه رهنمودهای زراعتی، سطح تولید شالی افزایش یافته و زمینه افزایش حاصلات و عواید دهقانان ولایت خوست بیشتر فراهم شود.
شالی از محصولات مهم زراعتی ولایت خوست به شمار می‌رود که در مرکز و شماری از ولسوالی‌های این ولایت کشت می‌شود. فراهم‌سازی به‌موقع تخم‌های اصلاح‌شده، کودهای کیمیاوی و ادویه‌های نباتی، آموزش دهقانان در زمینه روش‌های زراعتی و ایجاد قطعات نمایشی از راه‌های مهم بهبود حاصلات شالی دانسته می‌شود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو ورکشاپ پیل شو

۱۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه‌ورځنی ورکشاپ، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو د څه باندې ۵۰ تنو رییسانو په ګډون، پیل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۵۵
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د جوزجان د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس په مشرۍ یو پلاوی، د عوایدو او عایداتي سرچینو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱۴
Background image

د ننګرهار اچین کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د اچین ولسوالی د ځنګلونو مدیریت مسؤلینو د اچین ولسوالی د عبدالخیلو کلي له قومي مشرانو. . .

بازگشت