خوست کې له یوشمېر کروندګرو سره مرستې وشوې

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۰ - ۱۶:۵۳
خوست کې له یوشمېر کروندګرو سره مرستې وشوې


۲۰ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (ADA) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په یوشمېر کروندګرو مرستې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره د یادې مؤسسې په مرسته ددې ولایت پر یوشمېر کروندګرو د شاتو مچۍ او یوشمېر هغو ته د شنې خونې اړونده توکي وېشل شوي دي.
دغه راز برخمن شویو کسانو ته د شاتو مچیو ورزنې په پار روزنیز پروګرام هم دائره شوې وه، چې په ترڅ کې یې دوی ته د شاتو مچیو د پالنې اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
ددې مرستې موخه د بېوزله کروندګرو ملاتړ او په دې ولایت کې د شاتو مچیو او شنوخونو ترویجول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت