خوست کې له نباتي ناروغیو سره د مبارزې په موخه ګرځنده ټیم جوړ شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۳
خوست کې له نباتي ناروغیو سره د مبارزې په موخه ګرځنده ټیم جوړ شو

۴ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې  د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې کروندګرو ته د نباتي افتونو او ناروغیو د کنټرول په برخه کې د مسلکي مشورو او لارښوونو په موخه مسلکي ټیم جوړ کړی دی، چې کروندګرو ته د سلا مشورې ترڅنګ د ناروغو بوټو نمونې راټولوي او پر وخت یې درملنه کوي.
هغوی وايي، له دې لارې کروندګرو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د له منځه‌وړو برخه کې مسلکي مشورې ورکول کېږي او ورته سپارښتنې کېږي.
د خوست د کرنې ریاست د بوټو ساتنې مدیریت چارواکي وایي، دوی د فصلونو او بوټو د ناروغیو او افتونو ډېرېدو له امله دغه اقدام کړی دی.
د دوی په خبره یاد ټیم هره ورځ کرونګرو ته د کرنې د ودې لپاره په وړیا ډول مسلکي مشورې ورکوي او د ناروغو بوټو نمونې راټولوي او تر لابراټواري معاینې وروسته ورته درمل ورکوي.
ددې پروګرام موخه د بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د کروندو خوندیتوب او د نباتي ناروغیو مخنیوي او درملنه ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت