خوست کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د قلندر ولسوالی پر ۵۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې پر یادو اړمنو مالدارانو د څارویو متراکم خوراکي توکي وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.