خوست کې د ۲۲۲ نویو بڼونو د رغولو چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳ - ۱۳:۳۸
خوست کې د ۲۲۲ نویو بڼونو د رغولو چارې پیل شوې

۳ وری ۱۴۰۰
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کرنې وزارت د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې «EAST» په مرسته ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۲۲ جریبه نویو بڼونو د رغولو چارې پیل شوي دي.
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس حفیظ الله شاه نوري وایي، چې، سږکال به د خوست په ولایت کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت دودې سکټوري پروژې «HVCDSP» له خوا د خرماوو او سټروسو ۸۱ جریبه بڼونه، د تېلو پروژې له لارې ۱۲۰ جریبه بڼونه او د کرنې وزارت د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې «EAST» له خوا ۲۲۲ جریبه بڼونه جوړ شي، چې د «EAST» له خوا د ۲۲۲ جریبه بڼونو د جوړولو په پار پر بڼوالو د مېوه لرونکو نیالګیو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
ښاغلی نوري وویل، چې په ۱۳۹۹یم کال کې د خوست ولایت په مرکزي قوریو کې ۲۳۰ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي او د تېلو موسسې په همکارۍ پنځه زره نیالګي چمتو او پر خوستمېشتو ولسونو وېشل شوي دي.
د خوست دکرنې ریاست پر دې سربېره، چې کروندګرو ته به تصديق شوي نيالګي ورکړي، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کوي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې ښه پرمختګ دی.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې خوست ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې دود کړي، چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت