خوست کې د ۱۴۰۴ کال لسمه سکتوري غونډه ترسره شوه؛ د ۶۴۵ میلیونو افغانیو په اټکلي بودجه ۹۸ پراختیایي پروژې تصویب شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۳۸
خوست کې د ۱۴۰۴ کال لسمه سکتوري غونډه ترسره شوه؛ د ۶۴۵ میلیونو افغانیو په اټکلي بودجه ۹۸ پراختیایي پروژې تصویب شوې

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال مولوي اسلم خان منیب تر مشرۍ لاندې د ۱۴۰۴ هـ.ل کال لسمه سکتوري غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د خوست د کرنې ریاست مرستیال ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د سکتوري ادارو او همکارو مؤسساتو له فعال حضور او دوامدارې همکارۍ څخه یې مننه وکړه. نوموړي د سکتوري همغږۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ، چې ټول سکتوري ادارات، همکارې مؤسسې او اړوند آمرین دې په ټاکلي وخت غونډو کې منظم ګډون وکړي، څو د همغږۍ بهیر لا اغېزمن او پایله‌بښونکی شي.
ښاغلي منیب همداراز د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د مثمرو او غیر مثمرو نیالګیو د کېنولو په برخه کې د همکارو مؤسساتو د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د مؤسساتو استازو له لوري د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
ورپسې د کرنې ریاست د پلان او برنامو عمومي مدیر د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د ولایتي پرمختیایي پلان په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. د راپور له مخې، د زراعت او کلیو پراختیا سکتور له لوري ۹۸ پراختیایي پروژې د تصویب لپاره وړاندیز شوې وې، چې له هر اړخیز بحث او لازمې ارزونې وروسته ټولې ۹۸ پروژې تصویب شوې. ټاکل شوې ده، چې یادې پروژې د وروستیو اجراآتو لپاره اړوندو مقاماتو ته واستول شي.
د غونډې په دوام کې د چاپېریال ساتنې، اوبو او انرژۍ، کلیو او پراختیا او له پېښو سره د مبارزې ریاستونو مسؤلینو هم خپلې ویناوې وکړې او د سکتوري غونډو د لا ښه والي لپاره یې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل. هغوی د زراعت او کلیو پراختیا سکتور څخه مننه وکړه، چې غونډې په منظم او پر وخت ډول ترسره کوي.
همداراز د کرنې ریاست اړوند آمرینو، د کرنیزو چارو آمر، د قدرتي سرچینو آمریت استازي او د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت استازي خپلې خبرې وړاندې کړې او د چارو د لا ښه تنظیم او اغېزمنتیا لپاره یې لازمې سپارښتنې وکړې.
د اجنډا له مخې، همکارو مؤسساتو په خپل وار سره د خپلو پلانونو، ترسره شویو فعالیتونو، ستونزو، وړاندیزونو او راتلونکو برنامو په اړه راپورونه وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له لوري د پام وړ وبلل شول. په نوموړې غونډه کې د ORD، ADF، AKBER، GALLO، AFARIN او ADA مؤسساتو مسؤلینو ګډون درلود.
د غونډې په جریان کې د مؤسساتو د همغږۍ استازي یو ځل بیا د یاد سکتور له مشرتابه څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د زراعت او کلیو پراختیا سکتور له مؤسساتو سره په چارو کې اغېزمنه همغږي او همکاري کړې ده.
د غونډې ارزونه د اوبو او انرژۍ ریاست استازی نقیب الله متونوال ترسره کړه. نوموړي غونډه مثبته وارزوله، د مؤسساتو له راپورونو څخه یې رضایت څرګند کړ او د اوږدمهاله او پایداره پروژو پر پلي کېدو یې ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت