خوست کې د کبانو روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې چارې وڅارل شوې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۸:۴۲
خوست کې د کبانو روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې چارې وڅارل شوې

د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست پلاوي په داسې حال کې، چې د یاد ریاست سلاکار بهیرګل صابري یې ملتیا کوله د کب روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې د چارو نظارت ترسره کړه. د دې څارنې پرمهال یاد پلاوي د پروژې د کارونو د نقشې او پلان مطابق پر پرمختګ ټینګار وکړ.
د کبانو د هچرۍ دا پروژه چې د تولید او ساتنې یو مهم اقدام دی، د کبانو نسل پراختیا، خلکو ته د کار برابرول او د تولید پروسې اغېزمنتیا یې موخې دي. د پروژې بشپړېدل به د کبانو د روزنې او ساتنې معیارونه لوړ کړي او د محلي ټولنې لپاره اقتصادي او اجتماعي پرمختګ ته زمینه برابره کړي. د یاد فامر معیاري ډول جوړېدل به د خوست ولایت لپاره د کبانو په برخه کې یوه ګټوره پانګونه وي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۱۷
Background image

نورستان کې بڼوالو ته د قدرتي سرچینو ساتنې او د نیالګیو د پالنې په اړه روزنه ورکړل شوه

۲۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بڼوالو د وړتیا لوړولو او د قدرتي سرچینو د ساتنې په موخه بڼوالو ته مسلکي او تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

لغمان کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دې ولایت کې د هغو سکتوري ادارو او مؤسسو د استازو په ګډون سکتوري غونډه ترسره شوه، چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۱۴
Background image

د فراه دکرنې رییس د خوړو او کرنې ادارې او د ټیکا ادارې له استازو سره وکتل

۲۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي پیرمحمد حلیمي د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ. . .

بازگشت