خوست کې د څارویو سرشمېرنه پیلېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۰:۴۳
خوست کې د څارویو سرشمېرنه پیلېږي

۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لورې په خوست کې د څارویو ملي سرشمېرنه پېلېږي.
دخوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د خوست مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د څارویو معلومولو، وضعیت ارزولو او داړتیا په وخت کې د بېړنیو مرستو رسولو په موخه سروې ترسره کوي.
د دوی په خبره  په همدې موخه ۴۳ وترنر داکترانو ته د سرشمېرنې ترسره کولو په پار درې ورځنۍ روزنه پیل شوه او په راتلوونکي څو ورځو کې به عملآ سرشمېرنه پیل شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسؤل ویل دا لومړی ځل دې چې د څارویو سر شمېرنه ترسره کیږي، چې د مالدارۍ سکتور په پیاوړتیا کې مهم ل لري. 
د کرنې وزارت د چارواکو په خبره د څارویو سرشمېرنه په ټول هېواد کې ترسره کېږي. دوی دغه راز زیاته کړه، وړاندې تر دې د مالدارۍ کره شمېره موجود نه وه خو ددې سروې په تکمیلیدو سره به دمالدارۍ بشپړ ارقام موجود وي، چې دمحصلینو ترڅنګ په نورو احصایوي برخو کې به وکارول شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت