خوست کې د ځنګلونو د پرې‌کولو په تور ۲۷ کسان نیول شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۱۴:۵
خوست کې د ځنګلونو د پرې‌کولو په تور ۲۷ کسان نیول شوي

۱۵ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د دغه ولایت په ګربز او دوه‌منده ولسوالۍ کې  د ځنګلونو د پرې کولو په تور ۲۷ کسان نیول شوي دي.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه کسان د شنې قطعې ځواکونو له لوري په ګربز او دوه‌منده ولسوالۍ کې د ځنګل د پرې کولو پر مهال نیول شوي دي.
د خوست ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې نیول شویو کسانو څخه د ځنګلونو د پرې کولو ځینې وسایل هم ترلاسه شوي دي.
خوست کې د ځنګلونو د وهلو په تور دغه کسان داسې مهال نیول کېږي چې د ا.ا.ا د مشرتابه د حکم پر اساس په ټول هېواد کې د ځنګلونو وهل بند شوي دي او هیڅ څوک د ځنګلونو حق نه لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت