خوست کې د ځنګلونو د بیارغونې په پار د چهارمغزو قوریې جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۲:۲۲
خوست کې د ځنګلونو د بیارغونې په پار د چهارمغزو قوریې جوړېږي

١۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
دخوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکار ددې ولايت د صبريو، باک او ځاځيميدان ولسواليو د ځنګلونو او څړځايونو د ساتنې او بيا رغونې په موخه په يادو ولسواليو کې د چهارمغزو قوريو د جوړولو چارې پیل کړي دي.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددغو قوریو د جوړولو په پار ددې ریاست اړوند تخنیکي ټیم یادو ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې د سیمې خلکو او بزګرانو سره په لیدنه کې د قوریو جوړولو پر اهمیت خبرې وکړې او بزګرانو ته د قوریو جوړولو په پار عملي روزنه ورکړل او ترڅنګ یې پر یوشمېر بزګرانو د قوریو جوړولو په پار د چهارمغزو تخمونه هم ووېشل.
د چارواکو په خبره ددې پروګرام په لړ کې پر ۲۸ بزګرانو د چهارمغزو ۱۵۴۰ کیلوګرامه تخمونه وېشل شوي دي، چې ورسره به ځنګلونو ته نږدې ۲۸ داسې قوریې جوړې شي، چې هر یوه به یې له (۳۵۰۰-۴۰۰۰) پورې د نيالګيو د توليد ظرفيت ولري او شاوخوا دوه کاله وروسته به له دې قوريو څخه (۱۰۷۵۰۰) نيالګي ترلاسه او د ټولنيزو اشرونو له لارې به اړونده ځنګلونو ته انتقال او نتيجه کې به یې (۲۶۹۵) جريبه نوی ځنګل ورغول شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

بازگشت