خوست کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هلې ځلې

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۷ - ۱۰:۵۴
خوست کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هلې ځلې


۷ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دې ولایت کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختيا په پار هڅې پیل کړي دي.
په همدې موخه د خوست د کرنې رییس مولوی محمد زمان عمري ددې ولايت صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې دیادو ولسوالیو له چارواکو سره د ځنګلونو د خوندیتوب او پراختيا په پار  خبرې وکړې.
د خوست د کرنې رییس د یادو ولسوالیو له خلکو او چارواکو وغوښتل،چې د ځنګلونو د ساتنې او پراختيا په برخه کې له دوی سره مرستې او همکارۍ وکړي.
په همدې حال کې، د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ قومي مشرانو د هرراز همکاریو ډاډ څرګند ګړل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۸:۲۵
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» له رییس او استازي، سټیفن رودریګز، سره وکتل او د کرنې، اوبو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۵۱
Background image

ننګرهار کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د «پامیر صحت» مجهز وټرنرۍ کمپلیکس ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار په ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۹:۴۳
Background image

کرنې وزارت کې د اداري لیکونو او دفتري مدیریت په اړه روزنیز پروګرام پیل شو

۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دغه وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو او. . .

بازگشت