خوست کې د ځنغوزيو او چارمغزو د ځنګلونو د بیارغونې په پار ۳۶۰ کورني قوریې جوړ شوي دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۹:۲۵
خوست کې د ځنغوزيو او چارمغزو د ځنګلونو د بیارغونې په پار ۳۶۰ کورني قوریې جوړ شوي دي

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغولو په پار هلې ځلې کړندي شوي دي، په همدې موخه ددې ولایت د ځنغوزيو او چارمغزو د ځنګلونو د بیارغونې په پار د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو « موسی خېل، ځاځيمیدان، تڼي، سپېره او شمل دوه منده» کې ۳۶۰ کورني قوریې جوړ شوي دي.
د ځنغوزيو او چار مغزو پر یاده پروژه ټول ټال ۶۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې په ۳۶۰ قوريو کې به شاوخوا دوه ميليونه ۱۶۰ زره نيالګي وروزل شي او د درو کالو په لړ کې به په يادو ولسواليو کې ځنګلونو ته انتقال او ۲۷۰۰ هکټاره ځمکه به تر پوښښ لاندې راولي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت