خوست کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۵:۱۶
خوست کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

١٠ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٨ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق  
د خوست ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله نوبتي غونډه ترسره کړه.
یاد پلاوي خپله ٥١ نوبتي غونډه د ښار جوړولو رییس مولوى حضرت جمال  په مشرۍ پداسې حال کې چې د پلاوی نورو غړو هم حضور درلود ترسره کړه.
په دې ناسته کې تخنیکي پلاوی په دوو کاري ګروپونو ووېشل شول، چې لومړي کاري ګروپ د کرنې په ریاست کې په یو شمېر مهمو موضوعاتو لازم اجرائت ترسره کړل او دوهم کاري ګروپ په مرکز  کې د هغو موضوعات په اړه کار وکړ چې د هلمند ولایت  مقام لخوا یاد پلاوي ته د حل په موخه محول شوي وو.
د یادو ترسره شویو اجرائتو په اړه به ځانګړي راپورونه ترتیب او د عالي مقاماتو سره شریک کړل شي.
تخنیکي پلاوي همدارنګه د یو شمېر ولسي وګړو املاکي ستونزې هم  واورېدې او د موضوعاتو حل په موخه ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت