خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۰:۱۸
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

۲۷ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د تيرې غونډې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې.
دغه راز په دې غونډه له یوشمېر عاریضونو او هغو کسانو سره چې د تخنیکي پلاوي له خوا راغوښتل شوي ول خبرې اترې وشوې او ترڅنګ یې د تخنیکي پلاوی  یو ګروپ د ټاکل شوي پلان مطابق د خوست مرکز اړوند فرم باغ او اړوندو سیمو څخه د نظارت په موخه لاړ چې په څلورو شاوخوا ځایونو کې د یو شمېر اشخاصو څخه امار تي املاک د غصب څخه وساتل شول  او شخاصو ته په امارتي ځمکو کې د هر ډول مالکانه تصرف د نه کولو هدایت وشو چې ځیني اشخاص راتلونکې غونډې ته د خپلو اعتباروړ اسنادو سره یو ځای را وبالل شول. 
باید وویل شي، چې د خوست ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د بې‌مېوې نیالګیو د وېش لړۍ ترسره شوه، چې له مخې یې تر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۴۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست؛ د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د څارویو روغتیا او مالدارۍ خدمتونو امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودې ددې امریت د مسلکي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۴
Background image

میدان وردګو کې د زرغونتیا د پیاوړتیا لپاره شاوخوا ۱۵ زره مثمر او غیرمثمر نیالګي ووېشل شول

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په بېلابېلو سیمو کې د چاپېریال د ښکلا، ښایست او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د نیالګیو د وېش پراخه لړۍ پلې شوې، چې له. . .

بازگشت