خوست کې د مالدار ورځ ولمانځل شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۴:۴۸
خوست کې د مالدار ورځ ولمانځل شوه


۲۰ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دخوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټي له لورې د مالدار ورځ ولمانځل شوه.
په دې پروګرام کې د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو د مالدارۍ په برخه کې د هالینډ کمیټي د کړنو ستاینه وکړه او دمالدارۍ محصولاتو، تولید کچي زیاتوالي، بازارموندنې، د څارویو روغتیا او ګڼو نورو برخو کې خبرې وکړې.
په همدې حال کې د هالینډ کمیټي ولایتي مسؤل په خوست کې د هالینډ کمیټي پر روانو کړنو،  واکسینونو،  چیجیو ضد درملو، خوراکي توکو زېرمتونونو، څارویو کلنیکونو تمویل او جوړولو خبرې وکړې.
نوموړی وویل د مالدار د ورځې لمانځل او د هالینډ کمیټې د فعالیتونو موخه د مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا او د مالدارۍ سکتور ته پراختیا ورکول دي.
دغه راز دمالدار د ورځې لمانځې په مراسمو کې د خوست ولایت د مالدارانو پروسس شوي محصولات او توکي هم نندارې ته اېښودل شوې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت