خوست کې د مالدارۍ سکټور پراختیا او بې وزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په موخه پروګرام پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۷

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت تر څار لاندې د افغان پرمختیایي «اې،ډي،اې» مؤسسې په همکارۍ په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور د ودې او پراختیا او د بې وزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار پروګرام پیل شو.
د خوست دکرنې ریاست مرستیال مولوی اظهار الدین ابوناصر وویل، چې ددې پروګرام په پلي کولو سره په د خوست ولایت د یوشمېر مالدارانو ستونزې هوارې او د بې وزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ته به زمینه برابره شي.
په همدې حال کې ددې پروګرام په ترڅ کې د خوست ولایت په مرکز کې پر یوشمېر اړمنو مالدارانو ۶۱ وزې، ۴۵۰ اوښ مارغه، د څارویو خوراکي توکوي، د خیاطۍ ماشینونه او اړونده توکي وېشل شوي دي.
ددې پروګرام د پلي کېدو موخه د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا او په ټوله کې د بې وزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ته زمینه بربرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت