خوست کې د لبنیاتو پروسس او شیدو راټولولو مرکزونو څخه لیدنه وشوه  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۷

۲۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او د څارویو روغتیا آمریت مدیرانو، ډاکټر محمد ایوب خاورین او ډاکټر میرویس سعادت، د لبنیاتو پروسس او شیدو راټولولو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.  
یادو مدیرانو د حفظ الصحې اصولو رعایت په برخه کې اړین او لازم هدایات ورکړل، تر څو ښاریانو ته پاک او سوتره لبنیات وړاندې شي. د شیدو راټولولو مرکزونه د لبنیاتو صنعت بنسټیزه برخه ګڼل کېږي چې له شیدو تولیدوونکو څخه شیدې راټولوي او پروسس کوونکو فابریکو یا بازار ته یې وړاندې کوي. دغه مرکزونه د شیدو کیفیت ساتنې، د حفظ الصحې معیارونو رعایت او د عادلانه بیې په تأمین کې مهم رول لري.  
د یادو مرکزونو له لارې پنیر، شیدې، کوچ، شیرپیره، تروې، چکه او نور اړین مواد تولیدېږي. په خوست ولایت کې د دې مرکزونو په زیاتېدو سره د وطني لبنیاتو تولید کچه لوړه شوې ده، زیاتو مالدارانو ته د کار زمینه برابره شوې او د مالدارۍ کچه ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت