خوست کې د سرسبزۍ پروژه په شپږ جریبه ځمکه پیل شوه
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبيعي سرچینو آمريت په شمل فارم کې د سرسبزۍ پروژه په شپږ جریبه ځمکه پیل کړه.
دغه پروژه د پلان مطابق په اووه جریبه ځمکه کې پلې کېږي، چې شپږ جریبه په شمل فارم او پاتې یو جریب به د یاد ریاست مرکزي باغ کې تطبیق شي. د سرسبزۍ پروژې موخه په سیمه کې د زرغونتیا او چاپېریال ساتنې هڅول دي.
یاده پروژه د کرنې ریاست په پلان کې ځانګړې شوې وه، چې د ځمکې اماده کولو او اړوندو چارو بشپړولو وروسته به یې چارې په بشپړ ډول تطبیق شي.