خوست کې د سبو او مېوو د وچولو مرکزونو د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۴
خوست کې د سبو او مېوو د وچولو مرکزونو د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څارنې لاندې، د افغان پرمختیایي مؤسسې  د کارکوونکو له لوري او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یو.ان.ډي.پي» په مالي ملاتړ، د ګربزو ولسوالی اړوندو سیمو کې د سبو او مېوو د وچولو مرکزونو د جوړولو په موخه سروې ترسره شوه.
یاده سروې د ګربزو ولسوالی په دوو کلیو، وړو کلي او کوجي کلي کې ترسره شوې ده، چې موخه یې د سبو او مېوو د پروسس او ساتنې لپاره اسانتیاوې برابرول، د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو مخنیوی او د کلیوالو بزګرانو لپاره د عایداتي فرصتونو رامنځته کول دي.
د خوست ولایت د کرنې ریاست مشرتابه وایي، چې د دغو پروژو له پلي کېدو سره به د کرنیزو محصولاتو کیفیت او کمیت لوړ شي، بزګران به اقتصادي ځان‌بسیاینې ته ورسېږي او د حاصلاتو د بازارموندنې بهیر به لا پیاوړی شي.
د یادونې وړ ده، چې یاده سروې به د خوست ولایت په دریو ولسوالیو (ګربزو، باک او ځاځي میدان) کې ترسره شي، چې په پایله کې به د سبو او مېوو د وچولو پنځه مرکزونه جوړ شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت