خوست کې د جوارو د کرکېلي د ترویج او تکثیر په پار څېړنې روانې دي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۲ - ۱۱:۵۴
خوست کې د جوارو د کرکېلي د ترویج او تکثیر په پار څېړنې روانې دي

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست وایي، د یاد ولایت په څېړنیز فارم کې د جوارو پر یوشمېر ډولونو څېړنې کیږي. د چارواکو په خبره د جوارو دغه ورایټۍ ددې ولایت له اوبو، خاورې او هوا سره ښه توافق لري.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې بزګرانو ته د میکانیزه کرکیلې لارې چارې ور وپېژنې.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې  اداره به یې د یاد نبات په اړه تحقیق او څېړنې کوي،  ترڅو د اوبو، خاورې، هوا او ناروغیو پروړاندې یې پایلې مطالعه او وروستۍ پایله به یې له اړونده مقاماتو سره شریکې کړي.     
باید وویل شي، چې د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ په پار تل هلې ځلې کوي او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت