خوست کې د جلغوزیو سکتور د پیاوړتیا لپاره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۲۵
خوست کې د جلغوزیو سکتور د پیاوړتیا لپاره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د جلغوزیو سکتور د اوسني وضعیت ارزونې او د راتلونکو پراختیايي پروژو د پلي کېدو په موخه د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د خوست ولایت د کرنې ریاست مرستیال مولوي اسلم خان منیب، د ریاست سلاکار بهیر ګل صابري، اړوند آمرین، د قدرتي سرچینو آمریت کارکوونکي، د جلغوزیو ځنګل لرونکو ولسوالیو استازي، د جلغوزیو اتحادیې رییس او غړي، او همدارنګه د «سي‌اراس» مؤسسې له لوري محمد آدم حامد (د افغانستان پروګرام رییس)، تخنیکي سلاکاران، د همغږۍ مسئول احمد ولي حکیمي او عملیاتي مرستیال احمد ولي احمدي ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د خوست د کرنې ریاست مرستیال مولوي اسلم خان منیب د ښه راغلاست ترڅنګ د جلغوزیو سکتور پر اقتصادي ارزښت خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د کرنې ریاست به د یاد سکتور د پیاوړتیا، معیاري مدیریت، ساتنې او اغېزمنې بازارموندنې په برخه کې له ټولو شریکانو سره نږدې همغږي او عملي همکاري وکړي.
وروسته د ریاست سلاکار بهیر ګل صابري او د قدرتي سرچینو آمریت مدیر رسول جان د جلغوزیو ځنګلونو د اوسني وضعیت، شته ستونزو، تخنیکي اړتیاوو، د حاصل راټولولو معیاري طریقو، پروسس او بسته‌بندۍ، د قوریو جوړولو، د عامه پوهاوي پروګرامونو او د منظم بازار د نشتون په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ددې غونډې په ترڅ کې د جلغوزیو اتحادیې رییس او غړو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له ګډونوالو سره شریک کړل. دوی د مسلکي روزنیزو پروګرامونو نشتون، د معیاري پروسس او ذخیرې اسانتیاوو کمښت، نړۍوالو بازارونو ته د لاسرسي ستونزې، د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د تخنیکي ملاتړ اړتیا او د مالي سرچینو کمښت د مهمو ننګونو په توګه یاد کړل. هغوی هیله څرګنده کړه چې د «سي‌اراس» مؤسسه به د راتلونکو پروژو له لارې د جلغوزیو د ارزښت ځنځیر  پیاوړتیا، د پروسس مرکزونو جوړول، بازارموندنه او د ځنګلونو دوامدار مدیریت په برخو کې عملي ګامونه پورته کړي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د ګډو همکاریو پر لا پیاوړتیا، د جلغوزیو ځنګلونو پر دوامدارې ساتنې او د یاد سکتور د اقتصادي ودې پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

بازگشت