خوست کې د اصلاح شویو غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۹:۴۴
خوست کې د اصلاح شویو غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترکیې هېواد د (IHH) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې۲۰ تنه کروندګرو سره د ننداریز کروندو جوړولو په موخه د غنمو اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوی سرو مرسته وکړه.
د خوست دکرنې ریاست چاراکي وایي، چې د ننداریزو کروندو په جوړولو سره کروندګر کولاي شي، چې خپلې تجربې یو له بل سره شریکې کړي.
 دوی زیاته کړه، چې د کتار په بڼه د اصلاح شوو تخمونو کرکېله کولاي شي، چې د بزګرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.د کتار په بڼه کرکېله کې د ناروغیو مخنیوی او د هرزه بوټو کنټرول په اسانې سره کېږي.
ددغو ننداریزو کروندو دجوړولو موخه نوي او میکانزه کرکیلې سره د بزګرانو بلدتیا او د دوی د کرنیزو حاصلاتو زیاتولو ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۰:۹
Background image

ننګرهار کې به سږ کال د جلغوزیو له طبیعي ځنګلونو څخه ۱۴۰ مټریک ټنه خالص جلغوزي ترلاسه شي

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د روان کال په ترڅ کې به د دې ولایت د جلغوزیو له طبیعي ځنګلونو څخه د اټکل له مخې ۱۴۰ مټریک ټنه خالص جلغوزي ترلاسه شي، چې دا د تېر کال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۱
Background image

د کندهار په باغ‌پُل سیمه کې د ۱۳ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو د انتقال مخه ونیول شوه

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې اړوند باغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۳۷
Background image

د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالی کې د حیواني کلینیکونو د فعالیتونو څارنه ترسره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر، مفتي عزیزالرحمن عزیز، په مشرۍ ګډ پلاوي د خوږیاڼو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د یو شمېر حیواني. . .

بازگشت