خوست او پکتیکا ولایتونو کې د «جي‌پي‌اس» د اندازه کولو عملي چارې پیل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۹:۵۷
خوست او پکتیکا ولایتونو کې د «جي‌پي‌اس» د اندازه کولو عملي چارې پیل شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست او پکتیکا په ولایتونو کې د «جي‌پي‌اس» د اندازه کولو عملي چارې د خوست والي مولوي عبدالقيوم روحاني، د کرنې رییس مولوي شېرمحمد ذبيح، د کرنې وزارت د ځمکو د لوی ریاست د جیوډیزي او ملي نښه کولو ریاست مسوولینو، انجنیرانو اود  یو شمېر نورو څانګو د مسوولینو په شتون کې پیل شو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو لوی ریاست د د جیوډیزي او ملي نښه کولو ریاست د تېر کال د وړاندوینې او منظور شوي پلان له مخې، د یاد ریاست د انجنیرانو دوه ګروپونه ګمارل شوي، چې د هېواد په کچه جیوډیزیکي چارې ترپوښښ لاندې راولي، چې وروسته به د بېلابېلو سروې ګانو او نقشو چمتو کولو په پار به ترې ګټه واخیستل شي. یادې ډلې  ته دنده ورکړل شوې چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د «جي‌پي‌اس»  نقطې جوړې کړي.
باید وویل شي، چې دغه پروګرام د پکتیکا ولایت مرکز د ښرنې ښار او مټاخان ولسوالی کې بشپړ شوی دی، او ډېر ژر به د خوست او پکتیکا ولایتونو په نورو ولسوالیو کې هم پیل شي، ترڅو د دواړو ولایتونو مرکز او ټولې ولسوالۍ د جیوډیزیکي نقطو تر پوښښ لاندې راشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت