ختیځ زون کې۵۷ کب روزونکو سره مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۰:۲۶
ختیځ زون کې۵۷ کب روزونکو سره مرسته وشوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان دځنځیروي ارزښت پروګرام په همکارۍ د ختیځ زون ۵۷ تنو کب روزونکو او هیچري لرونکو ته د کب روزنې توکي، خوراکه او درې ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو ۴۶ کب روزونکو او ۱۱ تنه دکبانو هیچري درلودونکو ته وسایل او دکبانو خوراکه ورکړل شوه.
ښاغلي محسن وویل هیچری لرونکو ته ۱۷۵ کیلو ګرامه خوراکه، دوه جالونه، ترمامتر او پي ایچ متر ورکړل شو او کبانو روزونکو ته ۱۰۰ کیلوګرامه خوراکه، پی ایچ متر او ترمامیتر ورکړل شو.
نوموړي زیاته کړه، چې یادو ۵۷ تنو کب روزونکو ته د کبانو د فارم مدیریت، نسل پالنې، درملنې،خوراکي استعمال، انتقال او نورو اړونده برخو کې درې ورځنۍ عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوه.
ننګرهار کې د کبانو ۸۶ فعال فارمونه شتون لري، چې سلګونه هېوادوالوته پکي د کار زمینه برابره شوي ده.
دافغانستان د ځنځیروي ارزښت پروژې د ختیځ زون مسؤل داکتر معین خان توتاخېل وویل دوی  دکبانو هیچري لرونکو سره خبره کړي، چې دکب روزونکو پیاوړتیا لپاره به فارم لرونکو ته د روزنې ترڅنګ  ۱۰۰ دانې فینګرلینګ یا د کبانو بچي ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې وزارت د کبانو له پالونکو سره همکاري کوي، چې له یوې خوا په کې سلګونو کسانو ته دکار زمینه برابره شوې او له بلې خوا د اړتیا وړ د کب غوښه د هېواد ټولو ولایتونو ته رسېږي او دغه راز د فارمونو په ډېرېدو سره به بهرنیو هېوادونو ته د کبانو د غوښې صادرات پیل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې ۱۱۰ بڼوالو ته د انګورو د حاصلاتو لوړولو توکي ووېشل شول

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د سولي بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نېش او میوند. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۵۵
Background image

کرنې وزارت کې د ۱۴۰۴ مالي کال د بودجې د لګښت د ارزونې غونډه ترسره شوه

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ۱۴۰۴ مالي کال د بودجې د لګښت د ارزونې غونډه د  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني تر مشرۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس معرفي شو

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د رهبري د لارښوونې له مخې، مولوي شیراحمد  رفیع د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته د نوي رییس په توګه. . .

بازگشت