خبرتیا:د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بزګر مېلې او کرنیز نندارتونونه لغو شول

content_admin
د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بزګر مېلې او کرنیز نندارتونونه  لغو شول

۲۴کب ۱۳۹۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عامې روغتیا وزارت د لارښود پر اساس؛ د کرونا ویروس له احتمالي خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د دې وزارت د بزګرمېلې او کرنیز نندارتونونه، لغو کړل.

ددې لپاره، چې د هېوادوالو روغتیا تر ټولو لویه مسأله ده، په کابل کې د پسرلني کرنیز نندارتون او بزګرمېلې تر لغوې وروسته، اوس د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بزګر مېلې او کرنیز نندارتونونه، لغو شوي دي.

د کرنې وزارت په دې باور دی، چې باید ټول روغتیاي لارښوونې رعایت شي، ترڅو د هېوادوالو روغتیا خوندي پاتې شي

خبرتیاوې

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د ۱۴۰۳ یم کال د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو پسرلني نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون د۱۴۰۳ یم کال د غویي میاشتې له۱۲ تر۱۵مې نېټې پورې، د . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

دکرنیزو محصولاتو نهه ویشتم خزاني نندارتون کې غرفه واخلئ او خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د کرنیزو محصولاتو نهه ویشتم خزاني نندارتون د ۱۴۰۲ ام کال د تلي له ۲۶ تر ۲۹ مې نېټې،د سلګونو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۹:۲۳
Background image

د مسلمینو زکات راټولولو په پار د ځانګړې بانکي شمېرې جوړولو په هکله خبرتیا

د نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان درنو مسلمانو ورونو او خویندو!
څرنګه چې پوهېږئ، اسلامي امارت ته د خپل زکات په ورکړې سره امارت ته دا ځواک ورکوی، چې د یتیمانو، بېوزله کورنیو، کونډو او . . .

Back to announcements