جوزجان کې پر دوه زره او ۲۰۰ کډوالو کورنیو د خوراکي غنمو او نغدو پیسو وېش
۶ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه.ق
د امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د حکم پر بنسټ او د کډوالو د ستونزو د هوارولو په موخه، د جوزجان په ولایت کې د کډوالو او راستنو شوو کورنیو لپاره د خوراکي غنمو او نغدو پیسو د وېش لړۍ، د ریاستالوزراء د اداري مرستیال، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، د جوزجان والي او د یو شمېر امارتي چارواکو په حضور کې پیل شوه.
دغه پروګرام د ریاستالوزراء اداري مرستیال د مولوي عبدالسلام حنفي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي، د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري عبدالغني شریفي، د امارتي ادارو د رییسانو، کډوالو او راستنو شوو کسانو په حضور کې پرانیستل شو.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د وینا پر مهال وویل، چې دا مهال د افغانستان په ټولو سیمو کې امنیت ټینګ دی او له کډوالو سره مرسته او همکاري یې یو ایماني مسؤولیت وباله. نوموړي زیاته کړه، چې دا مرستې کډوالو سره د همدردۍ په موخه، د امیرالمؤمنین د حکم پر بنسټ او د کډوالو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له لوري، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پر زرګونو کډوالو او راستنو شوو کسانو وېشل کېږي.
همدارنګه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په خپلو خبرو کې وویل، چې د اسلامي امارت مشران د ټولنې د ټولو پرګنو ملاتړ ته ژمن دي او دا مرستې د کډوالو او راستنو شوو کسانو لپاره د بېړنیو بشري مرستو یوه برخه ده، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري وېشل کېږي.
ورپسې، د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي وویل، چې اسلامي امارت د ملت خادم دی او تل د خلکو تر څنګ ولاړ دی. نوموړي زیاته کړه، چې د دې بهیر په لومړۍ ورځ، به ۱۵۰ کډوالو کورنیو ته، هرې کورنۍ ته پنځه بورۍ ۵۰ کیلويي غنم او پنځه زره افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې.
د چارواکو په وینا، ټاکل شوې چې دغه مرستې په ټولیز ډول د جوزجان ولایت په کچه پر دوه زره او ۲۰۰ کډوالو او راستنو شوو کورنیو ووېشل شي، چې اساسي موخه یې له کډوالو کورنیو سره همدردي او د هغوی د معیشتي ستونزو راکمول دي.
