ترکیې هېواد ته د کرنې او مالدارۍمرستیال سفر

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۲۱:۱۸
ترکیې هېواد ته د کرنې او مالدارۍمرستیال سفر


۱۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په مشرۍ د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) په رسمي بلنه ترکیې ته ولاړ.
په دې پلاوي کې د کرنیزو څېړنو د انسټیټیوټ لوی رییس مولوي نصرت‌الله طلحه، دکرنې وزارت د دفتر رییس مولوي محمدحسین خورشید احمد، د وزارت د مقام حقوقي سلاکار ډاکتر بشیر احمد پیام  او د وزارت یو تخنیکي ټیم هم شامل دي.
د دې سفر موخه په ترکیه کې د کرنیزو څېړنیزو مرکزونو او پروژو څخه لیدنه او د دواړو هېوادونو د چارواکو او متخصصینو ترمنځ د کرنیزو څېړنو او پرمختیايي چارو په برخه کې د نظرونو تبادله ده.
دغه سفر کولی شي د افغانستان او ترکیې ترمنځ د کرنیزو څېړنو، د تجربو د تبادلې او د تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې د لا ډېرو همکاریو زمینه برابره کړي.

سفر معین زراعت و مالداری  وزارت زراعت به کشور ترکیه 
۱۰ سنبله ۱۴۰۴  هـ.ش
هیئتی  از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، به دعوت رسمی نهاد انسجام همکاری‌های کشور ترکیه در افغانستان  (تیکا) عازم کشور ترکیه گردید.
در ترکیب این هیئت، مولوی نصرت‌الله طلحه رئیس عمومی انستیتوت تحقیقات زراعتی، مولوی محمدحسین خورشید احمد رئیس دفتر، داکتر بشیر احمد پیام مشاور حقوقی مقام وزارت زراعت و یک تیم تخنیکی این وزارت نیز شامل می‌باشند.
هدف این سفر، بازدید از مراکز و پروژه‌های تحقیقاتی زراعتی در ترکیه و تبادله نظر میان مسئولان و متخصصان هر دو جانب در بخش تحقیقات و توسعه زراعتی عنوان شده است.
 این سفر می‌تواند زمینه همکاری‌های بیشتر میان افغانستان و ترکیه را در عرصه تحقیقات زراعتی، تبادل تجربیات و ارتقای ظرفیت‌های تخنیکی فراهم سازد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو  ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

نورستان کې پر دوه زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۳۶
Background image

نورستان ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ټرایکوډرما کارول پروګرام پیل شو

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د ت ټرایکوډرما. . .

بازگشت