تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې به د ۲۱ شنو خونو د جوړولو بهیر په لنډ وخت کې بشپړ شي 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۱:۱۰
تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې به د ۲۱ شنو خونو د جوړولو بهیر په لنډ وخت کې بشپړ شي 

۷ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د بدیل معیشت ریاست د «کوکنارو د کښت بدیل بستې، د اینجې (هنګ) بوټي دودولو او د شنو خونو جوړولو» پروژې په چوکاټ کې د ۱۵۳ شنو خونو د جوړولو چارې په ۱۱ ولایتونو کې پیل کړې دي. له دې ډلې څخه، په تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې د ۲۱ شنو خونو د جوړولو چارې ۸۰ سلنه پرمختګ کړی او ټاکل شوې ده، چې ډېر ژر به بشپړې شي.
د دې شنو خونو هره خونه، د څاڅکي اوبه خور سیستم، د اوبو زېرمې او اړینو تجهیزاتو سمبالې دي او د هغو ۲۱ بڼوالو لپاره به چمتو شي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرمان په پلي کولو سره یې د نشه‌يي توکو له کښت لاس اخیستی دی. دغه بڼوال د امکان‌سنجۍ ارزونې او د اړوندو ولایتونو د کرنې ریاستونو سره د همغږۍ له لارې غوره شوي دي.
د دې پروژې موخه د کار پیدا کول، د خوړو خوندیتوب او د حلالو سرچینو له لارې د معیشت ښه والی دی. د دې شنو خونو په بشپړېدو او ګټې اخیستنې سره به د کرنیزو محصولاتو د تولید لپاره دوامداره فرصتونه برابر شي او د بڼوالو د ژوند وضعیت به ښه شي.

روند اعمار ۲۱ باب سبزخانه در ولایات تخار، کندز و بغلان به‌زودی تکمیل می‌شود
۷ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
ریاست معیشت بدیل تحت پروژه "بسته‌های جایگزین کشت کوکنار، ترویج نباتات هنگ و احداث سبزخانه‌ها" روند اعمار ۱۵۳ باب سبزخانه به مساحت ۱۲۰ متر مربع را در ۱۱ ولایت کشور آغاز کرده است. از این میان، فعالیت‌های اعمار ۲۱ باب سبزخانه در ولایات تخار، کندز و بغلان با پیشرفت ۸۰ درصدی ادامه داشته و قرار است به ‌زودی تکمیل شود.
هر یک از این سبزخانه‌ها مجهز به سیستم آبیاری قطره‌ای، مخزن آب و تجهیزات ضروری بوده و برای ۲۱ باغدار که با اجرای فرمان عالیقدر امیرالمومنین (حفظه‌الله) از کشت مواد مخدر دست کشیده‌اند، فراهم خواهد شد. این باغداران پس از ارزیابی امکان‌سنجی و هماهنگی با ریاست‌های زراعت ولایات مربوطه انتخاب شده‌اند.
هدف این پروژه ایجاد اشتغال، تأمین مصونیت غذایی و بهبود معیشت از طریق منابع حلال است. با تکمیل و بهره‌برداری از این سبزخانه‌ها، فرصت‌های پایدار برای تولید محصولات زراعتی و بهبود وضعیت زندگی باغداران مهیا خواهد شد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت