بلخ کې پر ۱۰۰ بزګرانو د شولو کرلو په پار مرسته ووېشل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۱۸
بلخ کې پر ۱۰۰ بزګرانو د شولو کرلو په پار مرسته ووېشل شوه

۱۳لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او د کرنې وزارت د پراختیايي بودیجې په مرسته، د دې ولایت ۱۰۰ تنو بزګرانو ته د شولو د کرلو لپاره کیمیاوي سره، کرنیز وسایل او نغدي مرسته ووېشل شوه.
د بلخ د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د دې برنامې موخه د شولو د حاصلاتو لوړول او بزګرانو ته د لا ښه تولید زمینه برابرول دي.
د برنامې له مخې، هر بزګر ته ۲۱ کیلوګرامه سپینه کیمیاوي سره، ۱۴ کیلوګرامه توره سره، د هرزه‌ګیاوو د مخنیوي لپاره یو عدد «پوش ویډر» او د ځمکې د چمتووالي لپاره نغدي مرسته ورکړل شوې ده.
یاد ریاست وايي، دا ډول مرستې د بزګرانو د هڅونې او د هېواد د کرنیز تولید د پیاوړتیا په موخه دوام لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت