بلخ کې د پنبې حاصلات ۳۳ زره او ۷۸۷ مټریک ټنو ته ورسېد

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۱۵:۲۲
بلخ کې د پنبې حاصلات ۳۳ زره او ۷۸۷ مټریک ټنو ته ورسېد ۱۷ لیندۍ ۱۳۹۹ د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د پنبې د حاصلاتو سږني کچه ۳۳ زره او ۷۸۷ مټریک ټنو ته رسېدلې ده. د بلخ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د تېرکال په پرتله په دې ولایت کې د پنبې کروندې زیاتې وې. د یاد ریاست د چارواکو په خبره، تېرکال ددې ولایت په ۱۹ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه د پنبې کرکېله شوې وه خو سږکال ددې ولایت د پنبې د کروندو کچه ۲۲ زره او ۵۲۵ هکټاره ځمکه وه. د بلخ د کرنې ریاست وایي، چې په منځنۍ کچه له هر هکټاره ځمکې څ

۱۷ لیندۍ ۱۳۹۹
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د پنبې د حاصلاتو سږني کچه ۳۳ زره او ۷۸۷ مټریک ټنو ته رسېدلې ده.
د بلخ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د تېرکال په پرتله په دې ولایت کې د پنبې کروندې زیاتې وې. د یاد ریاست د چارواکو په خبره، تېرکال ددې ولایت په ۱۹ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه د پنبې کرکېله شوې وه خو سږکال ددې ولایت د پنبې د کروندو کچه ۲۲ زره او ۵۲۵ هکټاره ځمکه وه.
د بلخ د کرنې ریاست وایي، چې په منځنۍ کچه له هر هکټاره ځمکې څخه یونیم تر دوه مټریک ټنه پنبې په لاس راځي.
په بلخ کې د پنبې د کروندو د زیاتوالي لاملونه په لمریزو دستګاوو له سمبالو څاګانو ګټه پورته کول او پنبې کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا دي.
د بلخ په ولایت کې د پنبې د پروسس یوشمېر فابریکې هم فعالیت لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت