بلخ کې دکرنې وزیر: د عصري کرنې دودولو په پار، د کروندګرو او مالدارانو فکرونو ته بدلون ورکول اړین دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۰:۶
بلخ کې دکرنې وزیر: د عصري کرنې دودولو په پار، د کروندګرو او مالدارانو فکرونو ته بدلون ورکول اړین دي


۵ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس، د دغه ولایت د رییسانو، ولسوالانو او امنیه قوماندانانو په شتون کې غونډه دائره کړه، چې په ترڅ کې یې په دغه ولایت کې د کروندګرو او مالدارانو د پوهاوي د کچې لوړولو او عصري کرکیلې سره د هغوی د آشنا کولو او اصلاح شوي مالدارۍ ټینګار وکړ.
د کرنې وزیر وویل، دا امارتي چارواکو او په ځانګړې توګه د کرنې د کارکوونکو دنده ده، چې د خلکو د افکارو په بدلولو کار وکړي، ترڅو د هغوی د کرنې او مالدارۍ د تولید کچه لوړه او اقتصاد یې وده ومومي.
ښاغلي عمري د کرنې وزارت د مسوولیتونو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل: «د څارویو دنسل اصلاح، د ځمکې مدیریت، د عصري کرنې ترویج، د عشر او زکات راټولول او د اوبو مدیریت د کرنې وزارت له اساسي مسوولیتونو څخه دي. د بلخ ولایت له ټولو سیمه ییزو چارواکو څخه هیله کوم چې دا پیغام خلکو ته ورسوي او د کرنې او مالدارۍ سکتور د پلانونو په عملي کولو کې د کرنې او مالدارۍ له سیمه ییزو کارکوونکو سره همکاري وکړي.»
دغه راز د بلخ مرستیال والي د افغانستان پر ځان بسیاینه په کرنې پورې تړلې وبلله او د بلخ ولایت امارتي مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د کرنې له کارکوونکو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

وزیر زراعت در بلخ:
جهت ترویج زراعت نوین نیاز است افکار دهقان و مالدارن تغییر یابد
مولوی عطاءلله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری طی سفری به ولایت بلخ نشستی را با حضور مولوی نورالهادی ابو ادریس معاون ولایت، روسا، ولسوالان و قوماندانان امنیه دایر نمود و‌ در آن  بر ضرورت بلند بردن سطح آگاهی دهقانان ‌و مالداران ‌‌و آشنایی آنانان به زراعت نوین ‌و مالداری اصلاح شده تاکید کرد.
وزیر زراعت گفت که مسوولیت مسوولان امارتی و به خصوص کارمندان زراعت می‌باشد که روی‌ تغییر افکار مردم کار کنند تا سطح حاصلات زراعتی و مالداری شان بلند رفته و همچنان اقتصاد بهتر شود.
آقای عمری همچنان  روی مسوولیت‌های وزارت زراعت صحبت نموده گفت" اصلاح نسل حیوانات، مدیریت زمین، ترویج زراعت نوین، جمع آوری عشر و زکات و مدیریت آب از مسوولیت‌های اساسی وزارت زراعت می‌باشد و از تمام مسوولان محلی ولایت بلخ می‌خواهم که  این پیام را به مردم برسانند  ‌و نیز در تحقق پلان‌های سکتور زراعت و مالداری کارمندان را در محلات همکاری نمایند"
همچنان معاون والی بلخ خودکفایی افغانستان را وابسته به زراعت دانست و به مسوولان امارتی بلخ هدایت داد که با کارمندان زراعت همکاری همه جانبه نمایند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۹
Background image

د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالی کې د اوبو د سپما پروژو چارې پیل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د اوبو سپما، کرنیزو ځمکو خړوبولو او د اوبو د مدیریت د ښه والي په موخه د څو مهمو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
 د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو له لوري د لرګیو د ناقانونه قاچاق مخه ونیول شوه، چې غوښتل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵۸
Background image

دمیدان وردګ دایمیرداد کې بزګرانو ته دهوږې دکښت په هکله لازمې لارښونې وشوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
دمیدان وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د ډاکار مؤسسې او دایمیرداد ولسوالی دکرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت دمسؤلو کارمندانو له. . .

بازگشت